IQNA

د اردن  پاچا د قرآن د نړیوالو سیالیو دغوره کسانو ستاینه وکړه(فلم او انځورونه)

14:25 - April 18, 2023
د خبر لمبر: 3487213
ایکنا-(تهران)په اردن کې د ښاغلوپه برخې کې د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤپرون شپه په داسې حال کې د اردن د پاچا ملک عبدالله دوهم په شتون سره  او د پنځو غوره کسانو په ستاینې سره  پاي ته ورسید چې په دغو سیالیو کې د ایران استازي کوم مقام ترلاسه نه کړئ شو.

ایکنا د پترا له قوله راپور راکړ،د هاشمي قرآن ملی او نړیوالو سیالیو دغوره کسانو د ستاینې او پایزې دستورې د اردن دپاچا ملک عبدالله دوهم په شتون سره ددغه هیواد په پلازمینې امان کې ترسره شوې .

په دغو دستورو کې دملی سیالیو په سویه د پنځوسو اردن والو، پنځو نړیوالو ګډون والو او د قاضیانو د پلاوي نهو کسانو ستاینه وشوه او جایزې ورکړل شوې.

ددغو دستورو په پاي کې چې د ملک حسین بن طلال  جومات په صحن کې ترسره شوې، غوره کسانو ته جایزې او میډالونه ورکړل شول. 

په دغو سیالیو کې د اردن زرو کسانو او د عربی  او اسلامی نړۍ ۴۳کسانو سیالۍ وکړې.

 په دغو سیالیو کې  دمصر نادي سعد جابر محمد،د کینیډا محمد عبدالخالق باتیل، د چاډ محمد الامین آدم موسی،د کینیا ابوبکر محمد بیلا جالو،او د یمن عمر احمد ابراهیم په تربیب سره له لومړي تر پنځم پورې مقام وګټۀ.

پادشاه اردن از برگزیدگان مسابقات بین‌المللی قرآن تجلیل کرد + فیلم و عکس

د اردن  دقرآن کریم د حفظ او تلاؤت نړیوالې سیالۍ په نړیواله سویه یو ترټولو پخوانۍ سیالۍ دي چې له ۱۹۹۳کال څخه  قرآنی  چارو ته د اردن د اهتمام په چوکاټ کې او  ددغه هیواد د اسلامی چارو او اوقافو  دوزارت له خواترسره کیږي.

 ددغو سیالیو له پیلیدا راهسې تردې دمه ددغوسیالیو دګډون کونکو شمیر دیرش زره ښاغلي او آغلې ګډون کونکو ته رسیدلی دی چې په دوي کې   یو زر پنځوس کسان غوره شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4134983/%

captcha